له تا ګيله نکړم چې لاړې
ما د ازل برخې پخوا بايللې دينه
په یارۍ زوړ سړی ځوانیږي
زه د لالي په یارۍ ځوانه زړه شومه
ستاسو ښار کښي خلق په رنګونو مړه
زه پکښي ساده يمه نو خه يمه
زما پہ حق کافرہ یارہ
د بُزرگئ قیصی دِ واورم اُوخاندمہ
د یاقــــربان اواز دې ټيټ که
رباب دې مات شه په لمانځه ولاړه یمہ
په نيمه شپه هسې راياد شوې
هغه راغلی خوب مې بيا وتښتيدنۀ
د سترګو ټول _____ نظر په ما کړه
لکه ویشتلې مرغۍ بېله ناسته یمه
Leave a Reply