يـو طـــرف تـــه اوګوره توبه مې ځنګوي
بل طـــــرف ته اوګوره جذبه مې ځنګوي
وخت پۀ خپله ساز شې خاموشي چې شي خوره
بیا د دغــــــــه ســاز هره پــرده مې ځنګوي
اې ســتـړيه ژوندونه څنګه يې جـدا جـدا
ستا د دغـــۀ نــــــاز هره لمحه مې ځنګوي
ســــــتا خـــمارو سترګو پۀ ما کړے دے اثر
زۀ بې خودي غواړم خو نشه مې ځنګوي
نۀ دې ساقي ويخ کړمه او نۀ دې سم اوده
څښلي مې څـۀ ندي خو پیاله مې ځنګوي
خېر دے کۀ وړه ده خو دا مينه يي درنه ده
ستر خيبر ته اوګوره وړه يي ځنګوي
خيبر اپریدی
Leave a Reply